په سیلاب ځپلو سیمو کښې د پاکستان فوځ مرستې دوام لری، فوځ مرستې نورې هم چټکې کړي دي

د پاکستان فوځ اهلکار د یو هیلي کاپټر په وسیله سیلاب ځپلي نورو محفوظه سیمو ته رسوي.
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان فوځ په ټول هیواد کې سیلاب ځپلو سیمو کې د امدادي کاروائي چټکه کړې ده.
د پنجاب د راجن پور ضلعې په لرې پرتو سيمو کې د هيلي کاپټرو په ذريعه امدادي مواد ويشل کيږي چرته چې پوځ سيلاب ځپلو ته د خوراکي او نورو سامانونو رسول يقيني کوي.
د پاکستان فوځ لخوا د طبي معایناتو لپاره کیمپونه هم جوړ شوي دي پداسې حال کې چې د پاکستان سمندري ځواک سره د پاکستان پوځ هم په سنده کې د سیلاب ځپلو سره مرسته کوي.
د پاکستان فوځ د یوې هیلي کاپټر په مرسته د قمبر شهدادکوټ په سېلاب کې ایسار شوي کسان وژغورل، دغه کسان د څو ساعتونو لپاره د کورونو په بامونو کې بند پاتې وو.
د آئي ايس پي آر ترمخه لاهور کښې په بيديان روډ، ډيفنس، لبرټي، قصر، شيخوپوره، چونيان فورټريس سټيډيم، صدر، والټن، جوهرټاون او عظيم رقبل پارک کښې امدادي کيمپونه جوړ کړي شوي دي چرته چې خلک سيلاب ځپلو لپاره په کمپونو کښې چنده جمع کوي۔
د آئي اېس پي آر له مخې د پاکستان فوځ، د پنجاب رېنجرز عسکر شپه او ورځ په بلوچستان، سندهه، خېبرپښتونخوا او جنوبي پنجاب کښې متاثرينو ته د مرستې رسولو لپاره بوخت دي.
نور خبرونه
د پاکستان فوځ په سوات کښې د سیلابونو له امله بند پاتې ۱۱۰ کسان ژغورلي دي
خیبر پښتونخوا کښې هم د فوځ ځوانان د سیلاب ځپلو سره مرستې کوي
پاکستان کې پۀ سیلاب کې د پنځو ورونو ډوبېدل؛ دغه پېښه له سختو غبرګونونو سره مخ شوې
د خیبر پښتونخوا په سیلاب ځپلو سیمو کښې وبایی مرضونه خپاره شوی دي






