برتاینه د پاکستان سیلاب ځپلو سره د ملیونونو پونډونو مالي مرستې اعلان کړې دې، تر دې دمه پاکستان کښې د سیلاب له امله دروند مالي او ځانی زیان رسیدلې

په انځور کښې په فوځي هیلي کاپټر کښې خلک نورو سیمو ته رسولې شي.
باغی ټي وي رپورټ
بريتانيا له پاکستان سره د سيلاب ځپلو لپاره د ميليونونو پونډو د مرستې اعلان وکړ.
د برتانيې د هائي كمېشن لخوا جاري شوي بيان له مخې برطانيه به پاكستان ته د سېلاب ځپلو لپاره 1.5 ميليونه پاونډ مرسته كوي۔
د برتانيې عالي کمېشن وايي، په پاکستان کې د سېلابونو له امله تر اوسه ۹۰۰ کسان وژل شوي او په ميليونونو خلک د بارانونو له امله اغېزمن شوي دي، په داسې حال کې چې د بارانونو او سېلابونو له امله تر ۷ لکو ډېر کورونه ويجاړ شوي دي.
د برتانيې عالي کمېشن وايي، ملګري ملتونه هم په پاکستان کې د سېلابونو د زيانونو څېړنه کوي او تمه ده چې د سه شنبې په ورځ به د ملګرو ملتونو له خوا د مرستې غوښتنه وشي.






