د خیبر پښتونخوا په سیلاب ځپلو سیمو کښې وبایی مرضونه خپاره شوی دي

0
191

باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا په مختلفو سېلاب ځپلو ضلعو کښې وبائي مرضونه خبر ورکړې شوې دې.

جيو نيوز سره په خبرو کې د صحت د څانګې مرستيال ډاکټر سهيل فاروقي وويل چې په سېلاب ځپلو سيمو کې د ١٥ زرو نه زيات کسان د معدې او خیټې او او د سترګو په شمول مختلفو ناروغيو اخته شوي دي.
ډاکټر سهیل فاروقي وايي، د مار د چیچلو په ضد واکسین هم اغیزمنو سیمو ته استول شوي، ټولو کیمپونو ته درمل هم ورکړل شوي، د ۵۰ څخه د زیاتو مختلفو ناروغیو لپاره درمل اغیزمنو سیمو ته استول شوي دي.

ياده دې وي چې په ټول هېواد کې د بارانونو او سېلابونو له امله د ۸۲ نورو وژل کېدو سره د مړو شمېر ۹۸۲ ته رسېدلی او شاوخوا اته لاکه څاروي هم مړه شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د روغتيا محکمې په سېلاب ځپلو سيمو کې ٣٥ کمپونه جوړ کړي، چې په کمپونو کې روغتيايي کارکوونکي زيانمنو ته روغتيايي مرستې رسوي.
نور خبرونه

داخله وزارت د ملک په بیله بیلو سیلاب ځپلو سیمو کښې د فوځ ځای پر ځای کولو منظوری ورکړې ده

پاکستان؛ د ورستیو سیلابونو لۀ امله د وژل شویو شمېر ۱۰۰۰ کسانو ته ورسېدۀ  

د کوهستان ۵ دوستان سیلابي اوبو په مخه یوړل

Leave a reply