د کوهستان ۵ دوستان سیلابي اوبو په مخه یوړل

هغه پینځه دوستان چې سیلاب کښې لاهو شول
باغی ټي وي رپورټ
د کوهستان ضلعې د سناګۍ دوبیر په سیمه کې پنځه تنه ملګري له درې ساعته بند پاتې کیدو وروسته د سیلاب په اوپو کښې ډوب شول.
د سيمې د اوسېدونکو په وينا، دغه پنځه ملګري د ناڅاپه سېلاب له امله له يوې لويې تيږې راښکته شول او تر درېيو ساعتونو پورې ی انتظار وکړو چې څوک ی ددي سیلابي اوبو څخه وژغوري .
پنځه ملګري د مرستې په تمه وو خو هیڅ دولتي اداره یا د ژغورنې ډله ونه رسیده.
د ښاريانو په وينا، که انتظاميه غوښتل نو په يو ساعت کې به د پېښور او ګلګت څخه هيلي کاپټر را رسېدلی واى، خو څوک نه و راغلي، نو د سيمې خلکو د رسۍ په وسيله د هغوى د ايستلو هڅه وکړه، خو د سختو څپو له امله ساه ورکړه.
د سیمې اوسېدونکي وايي، له پنځو ځوانانو څخه یوازې یو یې ژغورل شوی او تر اوسه یوازې د یوه جسد موندل شوی دی.
په ټولنيزو رسنيو کې د پېښې ويډيوګانې خپرې شوې او خلکو د حکومت له لوري د ځوانانو په نه ژغورلو خپله غوسه څرګنده کړې ده.
د باجوړ ضلعې یو خبریال بلال یاسر په خپل فیس بک پانړ دا لاندینې پوسټ کړې ،تاسو د هغه د اردو ژبې پوسټ په پښتو کښې کتلې شي. هغه په پوسټ کښې لیکلي .
د خيبرپښتونخوا هيلي کاپټر دغه پينځه وروڼه نه دي ژغورلي ځکه چې د سرچينو په وينا سرکاري چورلکه د ډي آئي خان او ټانک ته د عمران خان د وړلو لپاره په انتظار ولاړه وه. که دا چورلکه د دې انسانانو د ژوند ژغورلو لپاره راغلی وای، نو په میلیونونو خلکو به د کپتان د دیدار څخه بې برخې پاتې وې.
نور خبرونه
د نوښار په ضلع کښې،د کابل په سیند کښې ۳۰۰۰۰۰ کیوسک د سیلابي اوبو د تیریدو خبردارۍ ورکړل شوې دې





