پیښور کښې سرکاري وړه په بازار کښې په ګران نرخ خرڅیږي

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پیښور کښې ځایی اولس شکایت کړې دې چې د یوټیلیټي سټور او سرکاري وړه په عام بازار کښې په ګران نرخ خرڅیږي او غوښتنه ی کړې ده چې دداسې سوداګرو په ضد دې قانوني کاروایی وشي.
په پېښور ښار او شاوخوا سيمو کې په جوړو شوو يوټيليټي سټورونو او فرنچائزونو کې هره ورځ راتلونکى اوړه په هفته کې يواځې يو يا دوه ورځې خرڅيږي او پاتې نور وړه په بازارونو کې د خرڅولو شکایت شوې دې.
د مشرق نیوز راپور مطابق په شکایتونو کې ویل شوي چې هره ورځ د اوړو د نه خرڅولو له امله د مشتریانو قطارونه جوړیږي او اکثره په مزدورۍ او ډول ډول کارونو او مزدوری کوونکی کسان دا سرکاري وړه نه شي اوی دوی د سختو ستونزو سره مخ دي.
خلک دا شکایت هم کوي چې په ضلعي کچه د اوړو د ویش سیستم هم خلکو ته ګټه نه رسوي او د وړو برخه هم کمه ده.
په اکثرو سیمو کې سهار وختي د اوړو په هټیو او بازارونو کې د اوړو ډکې لارۍ ولاړې وي، دا هغه وخت وي چې خلک کار او ښوونځیو ته ځي، نو سوداګر او هټیوال مخکې له دې چې عامو خلکو ته ورسېږي دا ارزانه وړه خلکو ته نه رسوی او په ګران نرخ ی بیا خرڅوي. داسې شکایت شوې چې دا وړه په نورو کڅوړو کې اچول کیږي او په ګران بیعه پلورل کیږي.
نور خبرونه
د نوښار په ضلع کښې،د کابل په سیند کښې ۳۰۰۰۰۰ کیوسک د سیلابي اوبو د تیریدو خبردارۍ ورکړل شوې دې
خیبر پښتونخوا حکومت هم د شهباز ګل په ضد د بغاوت او غدارۍ مقدمه درج کړې ده






