خیبر پښتونخوا حکومت هم د شهباز ګل په ضد د بغاوت او غدارۍ مقدمه درج کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا حکومت د پي ټي آئي د مشر شهباز ګل په ضد د غدارۍ مقدمه درج کړې ده. مقدمه د ډي آئي خان ايډيشنل اسسټنټ کمشنر منير احمد درج کړې ده۔
صوبائي حکومت ايډيشنل اسسټنټ کمشنر ډي آئي خان ته د رياست خلاف د غدارۍ مقدمه درج کولو اختيار ورکړے دے۔ دسرچينو له مخې دکيس مقصد دپي ټي ائي مشر شهباز ګل نيول او خيبرپښتونخوا ته راوستل دي.
ياده دې وي چې د شهباز ګل په ضد تر دې وړاندې هم د غدارۍ مقدمه درج شوې وه او عدالت هغه د جسماني ريمانډ نه پس جوډيشل ريمانډ باندې جيل ته استولې وه
په ډېره اسماعيل خان کې د پاکستان د تعزيرات پاکستان د قانون له مخې د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري، پخواني لومړي وزير نواز شريف، مولانا فضل الرحمان، د کورنيو چارو وزير راناثنا الله او کېپټن ريټائرډ محمد صفدر په ضد مقدمې درج شوې دي. د اېډيشنل اسسټنټ کمشنر منير احمد په شکايت د پوليس سټيشن ډي آئي خان کښې مقدمې درج کړې شوي دي۔
نور خبرونه
د پي ټي آیی مشر فواد چوهدري یو ځل بیا دعدالت ججان په نښه کړي، سختې نیوکې ی پر کړي
عمران خان ته اسلام آباد هایی کورټ د عدالت د سپکاوی نوټس لیږلې دې
په نړیوال کچ د عمران خان دا دومره لویه ستاینه او هرکلۍ ولۍ؟ رښتیا او حقیقت څه دې ؟





