د پي ټي آیی مشر فواد چوهدري یو ځل بیا دعدالت ججان په نښه کړي، سختې نیوکې ی پر کړي

0
166

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وفاقي وزیر فواد چوهدري یو ځل بیا د اسلام اباد های کورټ په نښه کړ.

فواد چوهدري وويل داسلام اباد هائي کورټ په وينا د ادارو په ضد بيان دومره جدي مسله ده چې عدالت په توقيف کې دتشدد دغه جدي تورونه له پامه غورځولي دي.
هغه وويل چې په پاکستان کې عدالتي نظام د حیرانونکي توپیر سره مخ دى، اسلام اباد هاي کورټ شهباز ګل پوليسو ته سپارلو امر کړى،بل اړخ ته د پيښور هائي کورټ ترمخه د پي ډي ايم مشرانو په ورته تورونو د مقدمې چلولو د حکومت حکم بې بنياده دے.
د پاکستان د تحریک انصاف مشر زیاته کړه چې د کابینې هغه پریکړه چې حکومت ته د خبر ورکولو پرته وځنډول شوه، دا ثابتوي چې په هیواد کې قانون د قاضیانو په نوم دی.

ياده دې وي چې د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري په يو بيان کې د اسلام اباد هائي کورټ په سرپرست چيف جسټس هم نيوکه کړې وه.
نور خبرونه
https://pashto.baaghitv.com/?p=51088

Leave a reply