پي ټي آیی فارن فنډنګ کیس، د عمران خان او پاکستان تحریک انصاف ګوند په ضد په لندن کښې خیریه سازمان ته درخواست جمع شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
د پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه د ګوند پاکستان تحریک انصاف خلاف د برتانیې په خیریه کمیشن کې درخواست جمع کړی شوی دی.
د مسلم ليګ (ن) برطانيې د قانوني څانګې مشر او صدر چوهدري انصار محمود د لندن د خيريه کميشن مشر ته د عمران خان او پي ټي ائي خلاف درخواست جمع کړے دے۔
درخواست کې ویل شوي چې عمران خان په برتانیه کې له خلکو څخه په دروغو او په غیر اخلاقي ډول د خیرات په نوم د پیسې راټولې کړي او دوکه ی کړي او د غریبانو لپاره راټولې شوې خیرات روپۍ ی سیاسي موخو لپاره کارولي دي.
د مسلم ليګ (ن) د مشر لخوا جمع کړې شوې درخواست کښې وئيلي شوي دي چې دا ثابته شوې چې عمران خان بهرنۍ فنډنګ د سياسي مقاصدو لپاره استعمالوي، د فنانشل ټائمز او د پاکستان د اليکشن کميشن آف پاکستان د فيصلې په رڼا کښې د عمران خان او د هغه خلاف مقدمه درج شوې ده. ګوند باید اقدام وشي.
ياده دي وي چي اليکشن کميشن د پي ټي آئي فارن فنډنګ کيس فيصله اورولو په وخت وئيلي وو چي دا ثابته شوي ده چي تحريک انصاف بهرنۍ فنډنګ په غير قانوني توګه د سياسي مقاصدو لپاره استعمال کړي دي۔
نور خبرونه
خیبر پښتونخوا حکومت هم د شهباز ګل په ضد د بغاوت او غدارۍ مقدمه درج کړې ده






