د پاکستان تحریک انصاف په فارن فنډنګ کښې مهم پرمختګ شوې، اولس مشر عارف علوي، اسد عمر،حامد زمان، منظور چوهدري او طارق شفیع ته لکونه روپۍ منتقل شوي دي

0
194

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف منع فنډنګ کیس تحقیقاتو کښې مهم پرمختګ شوی دی.

د وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) له مخې اسد عمر او قاسم سوري په کراچۍ او کوټه کې له دوو اکاونټونو څخه پیسې ایستلې دي.
د پي ټي آئي فارن فنډنګ کيس د پلټنو په مهال د بنکونو څخه سلګونو جعلي اکاونټونو ريکارډ ترلاس شوې دې.
په رسنیو کښې نشر د یو راپور مطابق
د جعلي اکاونټونو له لارې ولسمشر عارف علوي، اسد عمر، حامد زمان، منظور چوهدري او طارق شفیع ته میلیونونه روپۍ انتقال شوې.

د تفصیلاتو له مخې د ځايي کمپنیو او مذهبي ټرسټونو په نوم شل اکاونټونه پرانستل شوي خو پیسې یې د سیاست لپاره کارول شوې.
چارواکي وايي د ۲۰۱۳ کال په جولای میاشت کې د پي ټي ايي له اکاونټ څخه د اسد عمر اکاونټ ته ۱۵ لکه روپۍ انتقال شوې وې او دا پیسې د اسد عمر شخصي اکاونټ ته د زمزم په یوه شخصي بانک کې راغلې وې.

چارواکو ویلي چې قاسم سوري د کوئټې په جناح روډ باندې د یو بانک نه په قسطونو کې ۲۱ لاکه روپۍ ایستلې، دغه بانکي اکاونټ هم د پي ټي ايي سره تعلق لري چې نه دې څرګند شوې. بل اړخ ته ايف آئي اے د بهرنو پيسو د منتقلي په اړه د پلټنو لپاره د شپږ ملکونو سره رابطه کولو فيصله کړي ده۔

چارواکي وايي، استرالیا، کاناډا، سویس، امریکا، متحده عربي اماراتو او سنګاپور ته یې لیکونه استولي، چې د قانون له مخې یې د معلوماتو د تبادلې غوښتنه کړې ده.

د راپور مطابق ايف آئي اے د ابتدائي تحقيقاتو رپورټ ډي جي ايف آئي اے ته ليږلي دي۔ ايف آئي اے د پي ټي آئي فارن فنډنګ کيس کښې کاروائي کولو په وخت په لسګونو جعلي اکاونټس موندلي چې پکښې د ملک او بهر ملکې پيسې منتقل کيدې۔
پي ټي ائي لاهور ته د مذهبي ټرسټ په نوم د يو اکاونټ څخه د 25 لاکه روپۍ انتقال شوې وې او دا پيسې د سېلاب ځپلو لپاره ترلاسه شوې وې خو وروسته د سياسي مقاصدو دپاره استعمال شوې وې.
ايف آئي اے طارق شفيع، حامد زمان او منظور چوهدري ته نوټس جاري کړے دے۔ د طارق شفیع نوم د هغو کسانو په سټاپ لیست کې اچول شوی چې نور به بهر ته سفر نه شي کولی، دا ټول اکاونټونه د پي ټي ايي مرکزي مالياتي بورډ له منظورۍ پرته پرانستل شوي دي.

نور خبرونه

خیبر پښتونخوا حکومت هم د شهباز ګل په ضد د بغاوت او غدارۍ مقدمه درج کړې ده

د پي ټي آیی مشر فواد چوهدري یو ځل بیا دعدالت ججان په نښه کړي، سختې نیوکې ی پر کړي

عمران خان ته اسلام آباد هایی کورټ د عدالت د سپکاوی نوټس لیږلې دې

په نړیوال کچ د عمران خان دا دومره لویه ستاینه او هرکلۍ ولۍ؟ رښتیا او حقیقت څه دې ؟

Leave a reply