پاکستان کښې د سیلابونو او سیلاب ځپلو وسنې وضعیت، تر ۹۰۰ زیات وګړي وژل شوي، په زرګونو بې کوره شوي دي

د کالام هني مون هوټل چې نن د سوات سیلابي اوبو له وجهې ویجاړ شو.
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان په څلورو صوبو کې د سېلابونو له امله تر دې دمه ۹۰۰ څخه ډېر کسانو ژوند له لاسه ورکړې دې، میلیونونه خلک بېړنیو مرستو ته په تمه دي
د پاکستان د څلورو صوبو بېلابېلې سیمې سېلابونو ځپلې، تر اوسه له ۹۰۰ ډېر کسان مړه شوي، میلیونونه خلک بې کوره شوي او د سمدستی مرستو په تمه دي، په میلیونونو څاروي هم له منځه تللي دي.
په ټولنیزو رسنیو د سوات کالام د هوټلونو او د کورنو هغه ویډیوګانې خپریږي چې د سوات سیند چپې ی د مالوچ په شان راغورځوي او په مخه ی وړي، په داسې وخت کښې ځایی خلق الله اکبر او د استغرالله تلاوت کوي او د لوی الله تعالی څخه د سخت ډار څرګندونه کوي.
په رسنیو د پینځو کسانو ویډیو هم خپره شوي کوم چې د کوهستان ضلعې دي او په سیلابي اوبو کښې ګیر شوي دي، دوی څو ساعته انتظار کړي خو هیڅ کومې ادارې دوی و نه ژغورل او د سیند د سیلابي اوبو د ژوند اخستونکي چپو ښکار شو.
په کالام کې د سیند پر غاړه یو هوټل هم ویجاړ شوی،دا هوټل چې د نوي هني مون هوټل په نامه مشهور وو د لنډیکوتل یو مشهور سوداګر همایون شینواری ملکیت وو، د ځایی سرچینو مطابق هم دا هوټل په کال ۲۰۱۰ کښې هم د سوات د سیند د سیلابي اوبو ښکار شوې وو او د سیند تیزو چاپو راغورځولې وو.
هني مون هوټل ویډیو کله چې د سوات د سیلابي اوبو ښکار شو او راپریوتو
….
د کالام،بحرین او مدین ترمینځ سرک هم ویجاړ شوې دې او زمکی لار بنده شوې ده چې په سوات کښې د زرګونو سیلانیانو د راګیریدو لامل جوړ شوې دې.
د سوات سیلابي اوبو هرڅه له ځان سره وړي، ونې بوټې، په لار کښې واړه دوکانونه او مارکیټونو ی ویجاړ کړي، د یو ځایی خبریال شیرین زاده مطابق په سوات کښې د شخصي ودانیو او هوټلونو د راپریوتو له وجې په اربونو روپۍ زیان شوې دې.
نور خبرونه




