باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر تحصیل لنډیکوتل لرې او سرحدي سیمه لوی شلمان شین پوخ د افغانستان ننګرهار صوبې سره ګډ سرحد لري، په دې سیمه کښې اوسني بارانونو له وجهې د کابل په سیند کښې هم اوبه زیاتې شوي دی او د شین پوخ په سیمه کښې ی د فصلونو او سبزۍ پټي بد اغیزمن کړي دي.
د وروستیو سختو بارانونو له امله د کابل په سیند کې د لنډیکوتل سرحدي سیمه شین پوخ کښې هم لوړې کچې د سیلاب اوبه ددې سیمې پټو ته ننوتلې چې له امله یې ولاړ فصلونو ته زیان اوښتی، خو ځاني زیان نه دی اوښتی.
د لنډې کوتل لوى شلمان شین پوخ اوسېدونکو له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د کابل سیند د اوبو له امله زیانمن شویو کورنیو سره مالي مرستې وکړي چې د دوی ستونزې راکمې شي.










Leave a Reply