د هند حکومت دې ته مجبور کړي وو چې ددوی یو تن د ایجنټ په توګه په ټویټر دفتر کښې وساتو: د ټویټر پخواني امنیتي مشر څرګندونې

0
189

باغی ټي وي رپورټ
د ټویټر پخواني امنیتي مشر څرګنده کړې چې د هند حکومت ټویټر په دې مجبور کړې وو چې د هند حکومت یو استازی(ایجنټ ټویټر په خپل دفتر کښې وګماري.
د ټویټر پخواني امنیتي مشر پیټر میج زیټکو د متحده ایالاتو د امنیت او تبادلې کمیسیون ته په ډاګه کړه چې ټویټر د هند حکومت لخوا مجبور شوې وو چې په ټویټر کې د نورو امنیتي مسلو تر څنګ خپل حکومتي ایجنټ وګماري.

هغه وویل چې د ټویټر د ضعیف امنیتي زیربنا څخه مننه، حکومتي ایجنټان کولی شي حتی د کاروونکو خورا حساس معلوماتو ته لاسرسی ومومي.
د بهرنۍ ادارې له مخې د سوشل ميډيا پلېټ فارم ټويټر سره تړلې سرچينې وايي چې د هند په اړه داسې تورونه پخوا هم په ټويټر کښې خپاره شوي وو.

بل خوا د هند د معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په دې اړه کوم دریځ نه دی څرګند کړی.
دا خبره مهمه ده چې په دې لنډ تیر وخت کښې هم د هند له خوا په سوشل میډیاد پاکستان فوځ او نورو ادارو په ضد جعلي او بې بنیاده خبرونه خپاره شوي وو چې په بیا روسته دا بې بنیاده خبرونه جعلي تصدیق شو او نړۍ د هند اصلی مخ اوپيژندلو.

دا خبره هم مهمه او د یادونې ده چې د مایکرو بلاګنګ ویب پاڼې ټویټر د مودي پر حکومت د نیوکې د ځپلو او د غیرقانوني بندیزونو د لګولو لپاره دعوی کړې.

د ټویټر ادارې له خوا د هند د کرناټکا ایالت سترې محکمې ته ویل شوي چې د مودي حکومت د ټولنیزو رسنیو د منځپانګې لرې کولو او اکاونټونو د بندولو له واکونو ناوړه ګټه پورته کوي.

په امریکا کې میشته نړیوال شرکت محکمې ته وویل چې د هند د اطلاعاتو وزارت پرته له کوم خبرتیا د ځینو اکاونټونو د بندولو امر صادر کړی چې په هیڅ صورت مناسب نه دی.
نور خبرونه

ویمن ایکشن فورم د عمران خان له لورې ښځینه قاضي ته د ګواښ کولو په سختو ټکو کښې غندنه کړې ده

عمران خان وزیراعظم هم نه وو او هیلی کاپټر ی ۱۶۶ ساعتونه په استعمال کښې راوستلې دې


………………..

Leave a reply