ویمن ایکشن فورم د عمران خان له لورې ښځینه قاضي ته د ګواښ کولو په سختو ټکو کښې غندنه کړې ده

0
65

باغی ټي وي رپورټ
د ویمن ایکشن فورم د پاکستان د تحریک انصاف د مشر عمران خان لخوا د اسلام اباد ښځینه قاضي ته ګواښ د شرم وړ بللی او له هغې یې د بښنې غوښتنه کړې ده.

وومن ایکشن فورم په یوه بیان کې ویلي چې د عمران خان توهینونکي ټکي د عزتمندې ښځینه قاضي ژوند ته خطر پېښوي، د عمران خان دا خبرې د ښځو په وړاندې د هغه متعصب ذهنیت عکاسي کوي.
وومن ایکشن فورم ویلي د یوې زنانه جج په ضد د عمران خان وروستۍ څرګندونې لومړۍ پېښه نه ده، تر دې وړاندې هم د مریم نواز شریف خلاف د عمران خان د توهين الفاظ غندل شوي دي.

وومن ایکشن فورم له عمران خان څخه د عامو خلکو بښنه غوښتې ده.

د ویمن ایکشن فورم له ټولو نارینه او ښځو څخه وغوښتل چې د دې شرمناک ګواښ په وړاندې په لاریون کې برخه واخلي او د ښځینه قاضي سره پیوستون څرګند کړي.
ياده دې وي چې د اګست په شلمه د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين عمران خان د شهباز ګل د تشدد په تور د آئي جي او ډي آئي جي اسلام آباد په ضد د مقدمې درج کولو اعلان کړے وو او د وينا په مهال عمران خان د زنانه قاضي زيبا چوهدري ته هم اشاره کړې وه او هغې ته ی هم ګواښ کړې وو.
…………………………..
نور خبرونه

عمران خان وزیراعظم هم نه وو او هیلی کاپټر ی ۱۶۶ ساعتونه په استعمال کښې راوستلې دې

د پیپلز ګوند مشر رضا رباني د پولیس له لوري په پارلیمنټ لاجز چاپه غندلې دې او په حکومت ی نیوکې کړي دي

Leave a reply