عمران خان وزیراعظم هم نه وو او هیلی کاپټر ی ۱۶۶ ساعتونه په استعمال کښې راوستلې دې
باغی ټي وي رپورټ
د پارليمان د پبلک اکاؤنټس کميټۍ قومي احتساب بيورو (نيب) ته امر کړی چې د خيبرپښتونخوا حکومت د هيلي کاپټر استعمال په اړه د اليکشن کميشن په ذريعه د پخواني وزيراعظم عمران خان په شمول د نادهنده خلکو نه 34 کروړه 70 اربه روپۍ وصول کړي.
د پارليمان د پبلک اکاؤنټس کميټۍ غونډه د چيئرمېن نور عالم خان په مشرۍ کښې شوې چې پکښې د نيب نوي چيئرمين آفتاب سلطان هم ګډون اوکړو۔
د نيب چيئرمېن آفتاب سلطان پي اے سي ته د هيلي کاپټر په معامله بريفنګ ورکړو او وې وئيل چې د عمران خان نه دې اووه کروړه روپۍ واپس اخستلې شي۔
هغه وويل د هيلي کاپټر په مقدمه کې د 347 ملينو روپو ریکوري کيږي، عمران خان دغه هيلي کاپټر 166 ساعته استعمال کړی او هغه مهال وزيراعظم نه وو.
پبلک اکاؤنټس کميټۍ نيب ته هدايات کړي چې د اليکشن کميشن سره دې د ریکوري لپاره رجوع وکړي او د عمران خان او نورو د ریکوري لپاره دې الیکشن کمیشن ته خط ولیکل شي.