د پیپلز ګوند مشر رضا رباني د پولیس له لوري په پارلیمنټ لاجز چاپه غندلې دې او په حکومت ی نیوکې کړي دي

0
123

باغی ټي وی رپورټ
دپيپلز پارټۍ سينيټر اؤ دسينيټ پخواني چيئرمين ميا رضا رباني وئيلي دي چې په پارليمنټ لاجز دپوليسو د چاپې غندنه کوي، په څلورو مياشتو کې په دوهم ځل دپارليمنټ لاجز تقدس ته سپکاوى شوى دى.

په يو بيان كښې سناتور رضا رباني وئيلي دي چې اول د پي ټي آئي حكومت او اوس موجوده حكومت د پارليمنټ لاجز حرمت تر پښو لاندې كړې۔
رضا رباني وويل پارليمنټ لاجز دپارليمنټ په حدودو کې راځي، دسپيکر له ارادې پرته په پارليمنټ لاجز کې هيڅ عمل نۀ شي کولى، په پارليماني روايت کې هيڅکله نۀ دي اوريدل شوي چې پوليس دپارلمان حدودو ته داخل شوي وي.

ده زياته کړه چې په پارليمنټ لاجز باندې دپوليسو په چاپه هم غلي پاتې شوي يو، په پنجاب اسمبلۍ کې هم دپوليسو په کارروايۍ هم خاموش پاتې شوي يو. نوموړی اوویل چې مونږ جمهوري نظام په خپلو لاسونو تباه کوو.
……………………………..
نور خبرونه

وزیراعظم شهباز شریف د بريښنا د مالیه په مد کښې د فکسډ بل اخستو د ختمیدو اعلان کړې دې

لاهور هایی کورټ د یوې مقدمې د اوریدنې په مهال امر کړې چې وني رسم غیراسلامي او غیر قانوني دې

Leave a reply