د عمران خان په ضد پایه تخت اسلام آباد کښې یو بل ایف آیی آر درج شوې دې
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) چيرمين عمران خان په ضد يو بل ايف آئي آر ابپاره پوليس سټيشن کښي درج کړے شوے دے۔
د پوليس ترمخه د عمران خان خلاف د دفعه 144 خلاف ورزي مقدمه درج کړې شوې ده، مقدمه کښې د تحريک انصاف 17 مشران نومول شوي دي۔
د ايف آئي آر ترمخه په مقدمه کښې د شيخ رشيد ترڅنګ مراد سعيد، فواد چوهدري، فيصل جاويد، اسد عمر، راجا خرم نواز، علي نواز اعوان هم شامل دي۔
د ايف آئي آر له مخې د عمران خان په شمول د پي ټي آئي مشرانو د مادې 144 خلاف ورزي کړې، د پي ټي آئي مشرانو او شاوخوا يو زرو کسانو د عمران خان په غوښتنه سړک بند کړے وو، عمران خان او د پي ټي آئي مشرانو هم لوډسپيکرونه استعمال کړي وو۔
د عمران خان خلاف د اسلام آباد پولیس اے ایس آئی په ګواهۍ کښې دغه مقدمه درج کړې شوې ده.
……………
نور خبرونه
د افغانستان ا.ا د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د خپلې دندې څخه استعفی ورکړې ده