د افغانستان ا.ا د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د خپلې دندې څخه استعفی ورکړې ده
باغی ټي وي رپورټ
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اطلاعاتو د وزارت د مرستیال له دندې استعفی کړې ده.
وياند ذبيح الله مجاهد تېر کال په افغانستان کې د ط.ا.ل.ب.ا. ن و د حکومت له جوړېدو وروسته د اطلاعاتو وزارت مرستيال وټاکل شو.
وس ذبیح الله مجاهد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرستیال له دندې استعفا کړې ده.
د طالبانو د حکومت په وینا ذبیح الله مجاهد به د حکومت اصلي ویاند وي.
بل خوا د افغان رسنیو د راپورونو له مخې، ذبیح الله مجاهد له خپلې دندې لرې شوی او پر ځای یې مولوي حیات الله مهاجر د اطلاعاتو وزارت مرستیال ټاکل شوی دی.
دا خبره مهمه ده چې تیر کال په اګست ۲۰۲۱ کښې چې کله د ا.ا.ا حکومت ترلاسه کړو نو د افغانستان په پایه تخت کابل کښې په لومړي ځل ذبیج الله مجاهد د رسنیو وړاندې راغلې وو او یو خبري غونډې ته ی وینا هم کړې وه.