د فوځ په ضد بغاوت مقدمه کښې نیول شوي د شهباز ګل کوټې څخه هغه سکرپټ برامد شوې چې په نجي ټیلي وژن چینل کښې شهباز ګل ویلې وو

0
189

باغی ټي وي رپورټ
د وفاقي پلازمېنې اسلام اباد پوليسو د ريمانډ پر مهال د پاکستان تحريک انصاف له مشر شهباز ګل څخه د يو شخصي ټي وي پروګرام کې لوستل شوی سکريپټ ترلاسه کړی دی.

تيره شپه اسلام آباد پوليس پارليمنټ لاجز کښي د شهباز ګل په کوټه چاپه وهلي چرته ئي چي د سټلايټ فون او يو تومانچه پشمول ډير سامان برآمد کړے دے۔

د سرچینو ترمخه پوليس د ريمانډ دوران شهباز ګل نه د يو نجي ټي وي پروګرام کښې ویل شوې سکريپټ برآمد کړي دي۔
سرچينې زياته کړې، چې د شهباز ګل له کوټې څخه ترلاسه شوي موبايل څخه سکريپټ موندل شوى دى.

سرچينې وائي چې موبائيل فون او سټلايټ فون فارنزک لپاره ليبارټرۍ ته ليږل شوى او د شهبازګل په کوټه کې موندل شوې يو ايس بي د ډيټا ريکوري لپاره فارنزک ليبارټري ته ليږل شوي دي.

دسرچينو ترمخه د شهباز ګل په کوټه کې موندل شوې سور رنګ ډايري خالي ده خو شهباز ګل د سور رنګ د ډايري د مالکيت څخه انکار کړې وو.
سرچينې وايي چې د شهبازګل له موبايل څخه ترلاسه شوى سکريپټ چا لېږلى دى؟ دا خبره به فارنزک راپور راڅرګنده کړي.
نور خبرونه

په اوکراین کښې د پاکستان سفارتخانې پاکستاني وګړو ته امر کړې چې د اوکراین څخه اووځي

کله به هم په فشار کښې را نه شم، نړۍ ولیدل چې قام چاسره ولاړ دې: عمران خان

مردان کښې پولیسو په ټک ټاک مشهوره میرمن پری خان نیولې ده

Leave a reply