کله به هم په فشار کښې را نه شم، نړۍ ولیدل چې قام چاسره ولاړ دې: عمران خان

0
192

باغي ټي وي رپورټ

پخواني وزيراعظم او د پاکستان د تحريک انصاف مشر عمران خان وئيلي دي چې نړۍ وليدل چې د پاکستان قام د چا سره ولاړ دی، هغه اوویل چې نه پخوا تر فشار لاندې راغلې دې او نه به اوس هم تر فشار لاندې راشي.

د عمران خان په مشرۍ کې د مشورې غونډه وشوه چې پکې په موجوده سياسي صورتحال، راتلونکي تګلارې، غونډې او نورو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
سرچينې وايي عمران خان ته د ضمني انتخاباتو د تياريو په اړه بريفنګ ورکړل شو.

دسرچينو ترمخه په دغه ليدنه کې په تحريک انصاف د وخت نه مخکې انتخاباتو لپاره دباو زياتولو فيصله شوې او دپارټۍ قيادت هم دکوم فشار د منلو فيصله کړې ده.

سرچينې وايي عمران خان د عوامي نېشنل کمپاين په اړه هم تګلاره ټاکلې او له مهالوېش سره سم به جلسې کوي.

په دې موقع عمران خان اوويل چې نړۍ وليدل چې د پاکستان قوم د چا سره ولاړ دى، نه پخوا تر فشار لاندې وو او نه به اوس تر فشار لاندې راشي او د ملک د نظام د اصلاح لپاره به خپلې هڅې جاري ساتي.
………
نور خبرونه

په اوکراین کښې د پاکستان سفارتخانې پاکستاني وګړو ته امر کړې چې د اوکراین څخه اووځي

Leave a reply