اوګرا د پاکستان سینیټ کمیټۍ ته د تیلو د نرخونو کمولو او زیاتولو په اړه ددوی د پوښتنو ځوابونه ورکړي دی

باغی ټي وي رپورټ
د سېنېټ قائمه كمېټۍ كښې چيئرمېن اوګرا نه د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو سختې پوښتنې وكړې شوې په كوم كښې چې چيئرمېن د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو كښې د زياتوالي په اړه وضاحتونه وركړل۔
د پټروليم په اړه د سېنېټ د قائمه كمېټۍ غونډه د چيئرمېن سېنېټر عبدالقادر په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د چيئرمېن اوګرا پشمول د پټروليم ډويژن چارواكو ګډون وكړو په كومه كښې چې كمېټۍ چيئرمېن اوګرا ته په هېواد كښې د پېټروليم مصنوعاتو په نرخونو سختې پوښتنې وكړې۔
د غونډې په مهال د كمېټۍ غړي فدا محمد پوښتنه وكړه چې په نړۍ كښې پټروليم مصنوعات ارزانه او په پاكستان كښې ګران دي د دې څه وجه ده؟ په دې اړه د اوګرا چيئرمېن مسرور خان وويل اوګرا د پي ايس او څخه د پټروليم مصنوعاتو د درآمدي نرخونو په بنياد کار کوي، د پټروليم مصنوعاتو نرخونه د يوې ورځې لپاره د خامو تېلو په نرخ نه ټاکل کيږي۔
ده ووئيل اوګرا د خپلو مشتريانو پوره تحفظ كوي او اوګرا پخپله د پټروليم مصنوعاتو نرخونه نه زياتوي او نه ټيټوي۔
د اوګرا چيئرمېن وويل، پاکستان د اړتيا وړ ۷۰ فيصده پټرول واردوي او ۳۰ فيصده پټرول د ځايي ريفائنريانو له خوا جوړېږي، پاکستان ۵۰ فيصده ډيزل او ۵۰ فيصده يې د ځايي ريفائنريونو له خوا جوړېږي.
په دې موقع د كمېټۍ چيئرمېن ووئيل داسې باور نه كوي چې حكومت به پټروليم مصنوعات سستې كوي، آئي اېم اېف ته په بجټ كښې د پټروليم نه 750 اربه روپۍ لاس ته راړلو په اړه ويل شوي دي اوس دې حكومت مخ په وړاندې لاړ شي او په پټروليم مصنوعاتو جي ايس ټي هم لګول دی.
نور خبرونه
اسلام های کورټ عمران خان ته د عدالت د سپکاوي په کیس کښې شوکاز نوټس جاري کړې دې
د نیولو له ډاره عمران خان د شپې په موټر سایکل تښتیدلې وو: د پی ایم ایل ن مشر انکشاف






