د نیولو له ډاره عمران خان د شپې په موټر سایکل تښتیدلې وو: د پی ایم ایل ن مشر انکشاف

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ن) قومي اسمبلۍ غړي محسن نواز رانجها وئيلي دي چې د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د ګرفتارۍ خبر اوريدو نه پس د شپې په موټر سائيکل تښتيدلي وو۔
محسن نواز رانجها د جیو په خپرونه کې له کوربه منیب فاروق سره د خبرو پر مهال وویل، د کومو محکمو قاضیان چې عمران خان ترې انصاف غواړي، ګواښل کېږي، یوه ښځینه قاضي ته ګواښ کېږي، چې تیار شه، بیا دا ګواښ نه دی. یو قاضي خو ټولو هغو قاضیانو ته چې د تحریک انصاف مقدمې لري.
هغه وويل چې زموږ خلک هم د 14 ورځو لپاره په ريمانډ کې وو، خو مونږ هيڅکله هم داسې ګواښونه نه دي ورکړل شوي، دا مهال حالات داسې دي چې هر وکيل، هر قاضي ځان ناامنه او په خطره کې ګڼي.
د ليګ مشر وويل عمران خان يو بې مثاله لاډلا نه ده، دا لاډلا دې اوس له ذهنه لرې کړل شي.
هغه اوویل چې دوی د مدينې د رياست خبرې کوي خو دوی نه پوهيږي چې د مدينې خلفاء به اول په خپله د انصاف لپاره د عدالت مخې ته وړاندې کیدل.
نور خبرونه






