عمران خان پریکړه کړې چې د ترهګرۍ ضد په عدالت کښې حاضر نه شي

باغی ټي وي رپورټ
د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان نن د ترهګرۍ ضد عدالت ته د نه حاضرېدو فيصله کړې ده.
پخواني وزیراعظم عمران خان د نیول کیدو نه وړاندې د ضمانت لپاره د خپل قانوني ټیم سره مشوره وکړه چې وروسته یې د ترهګرۍ ضد عدالت ته د نه حاضریدو پریکړه وکړه.
سرچينې وايي عمران خان به نن ماسپښين د خپل قانوني ټيم له غړو سره ليدنه کوي او وروسته به د سياسي کمېټۍ له غړو سره هم مشورې کوي.
دسرچينو ترمخه عمران خان به د هريپور جلسې وروستو د ترهګرۍ ضد محکمې ته ځي.
ياده دې وي چې اسلام اباد هائيکورټ د پوليس افسرانو او يوې ښځينه جج ته د ګواښلو په مقدمه کې د عمران خان د درې ورځو لپاره ضمانت منظور کړی دی.
…………………………………
نور خبرونه
هڅه کوو چې د عمران خان ضمانت درخواست عدالت خارج کړي او هم په دې وخت کښې ونیول شي: د داخله چارو وزیر
پر ط الب چارواکو د سفر معافیت؛ د ملګرو ملتونو پرېکړه پۀ دې اړه ځنډېدلې ده






