پر ط الب چارواکو د سفر معافیت؛ د ملګرو ملتونو پرېکړه پۀ دې اړه ځنډېدلې ده

پر ط الب چارواکو د سفر معافیت؛ د ملګرو ملتونو پرېکړه پۀ دې اړه ځنډېدلې ده
تر دې وړاندې هم دیپلوماتانو ویلي وو چې د ۱۳ ط الب چارواکو د سفر د معافیت له ختمېدو سره، امریکا د پنجشنبې په ورځ وړاندیز وکړ چې پر اوو ط الب چارواکو د سفر بندیز ولګول شي او د شپږو نورو کسانو معافیت دې وساتل شي، خو د دوی سفر به تر قطر پورې محدود وي.
(2022 / 8 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
بهرنیو رسنیو خبر ورکړی، چې د طالبانو د حکومت د ۱۳ چارواکو د سفري معافیت د غځولو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو پرېکړه ټاکل شوې وه، چې د دوشنبې په ورځ د اسد پۀ ۳۱ نېټه وشي.
د فرانسې خبري اژانس نن راپور ورکړ چې روسیه او چین غواړي د ط البانو د حکومت چارواکو ته له سفرونو معافیت ورکړي. د امنیت شورا درې دایمي غړي امریکا، بریتانیا او فرانسه غواړي چې د ط الب چارواکو سفرونه محدود کړي. دغه اختلافات د دې سبب شول چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ پریکړه وځنډول شي.
د ط البانو لسګونه غړي له کلونو راهیسې د ملګرو ملتونو له خوا په تور لیست کې دي، چې په کې سفري بندیزونه، د شتمنیو کنګل کول او د وسلو بندیزونه شامل دي.
خو ځینو ط الب چارواکو ته د سولې او ثبات د ټینګښت په هدف په خبرو اترو کې د ګډون لپاره افغانستان ته د سفر کولو اجازه ورکړل شوې وه. له بلې خوا د ط البانو د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د دوی د چارواکو د سفري معافیت د نه غځولو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د دغه بندیز دوام د تعامل پر ځای واټن رامنځته کوي او باید مخنیوی یې وشي.
د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې که د سفر بندیز وغځول شي نو دا به د خبرو اترو او ښکیلتیا د ودې پرځای فاصله رامینځته کړي، نو باید چې مخنیوی وشي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي هېوادونه باید پوه شي چې په لوېدیځ کې ځینې “مذهبي” کړۍ په قصدي ډول هڅه کوي چې د افغانستان او نړۍ ترمنځ واټن رامنځته کړي او افغانان سخت دریځ ته وهڅوي.
د جون په میاشت کې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د 13 ط الب چارواکو لپاره د سفر معافیت د دوو میاشتو لپاره وغځاوه.
خو له دې ډلې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت د دوو چارواکو لپاره د نجونو پر زده کړو د محدودیت له امله دغه معافیت نه دی تمدید شوی.
تر دې وړاندې هم دیپلوماتانو ویلي وو چې د ۱۳ ط الب چارواکو د سفر د معافیت له ختمېدو سره، امریکا د پنجشنبې په ورځ وړاندیز وکړ چې پر اوو ط الب چارواکو د سفر بندیز ولګول شي او د شپږو نورو کسانو معافیت دې وساتل شي، خو د دوی سفر به تر قطر پورې محدود وي.
اړوند موضوعات:
روسیه او چین د ا.ا مشرانو لپاره د سفر د معافیت غوښتونکي دي
وي چیرته چې امریکا او ط البان شتون لري. د بشري حقونو سازمانونه هم د ط البانو د حکومتي چارواکو د سفري معافیت د لغوه کولو ترڅنګ پر ط البانو د فشارونو غوښتنه کوي.




