د پاکستان وزیرخارجه او د پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري سندهه کښې سیلاب ځپلو سره د ۲۵ زره روپو مالي مرستې اعلان کړې دې

0
175

باغی ټي وي رپورټ
د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري سنده کښې د باران متاثرينو ته د 25 زره روپو ورکولو اعلان کړے دے۔

د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري په سندهـ کې د باران ځپلو سيمو دوره کړې ده، په دې موقع ده ووئيل چې چرته چې آفت ويني هغه آفت وي، په مشکل وخت کښې دې د خلکو مرسته وشي، متاثرينو ته دې 25 زره روپۍ ورکړل شي د بې نظیر انکم سپورټ، په بل پړاو کې به د بیا رغونې کار ترسره شي.
ده ووئيل په ټوله نړۍ كښې د بارانونو كومه سېسټم په څو ورځو كښې د باران فشار نه شي پورته كولې ولې د وفاقي حكومت نه وړاندې هم د زياتوالي غوښتنه كولې شي۔
ياده دې وي چې په لاڑکانه کې د باران متاثرينو د حکومت لخوا د راشن، خيمو او سهولتونو د نه ورکولو له امله د بلاول بهټو او د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه ګاړي ایسار کړي وو.

مظاهره چیانو وویل چې ماشومان او کورنۍ یې تر خلاص اسمان لاندې له لوږې سره ناست دي او د ولسوالۍ اداره یې د پوره کولو لپاره هم تیاره نه ده.

د باران ځپلو خلکو دا هم شکایت کړې دې چې هغه خلکو چې ناروغتيا لري هم د اسمان لاندې پراته دي او د سختو ستونزو سره مخ دي.
نور خبرونه

حکومت دې د صنعتي پرمختګ لپاره د لسو کالو پالیسي جوړه او اعلان کړي

Leave a reply