هڅه کوو چې د عمران خان ضمانت درخواست عدالت خارج کړي او هم په دې وخت کښې ونیول شي: د داخله چارو وزیر

باغی ټي وي رپورټ
د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثناءالله وايي هڅه به وکړو چې د عمران خان د ضمانت درخواست خارج شی او په هم دې وخت کې له محکمې څخه ونیول شي.
د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک کښې د عمران خان د ضمانت په اړه د خبرو په وخت رانا ثناءالله وويل د عمران خان نيول آسانه شوي دي ولې د ده په ضد د ترهه ګرۍ په مقدمه کښې د نورو ثبوتونو نه بغير د مقدمې درج کولو ضرورت نشته. د هغه د بیانونو او خبرو پر بنسټ ثبت شوی او عمران خان پخپله شاهد دی.
دکورنيو چارو وفاقي وزير وويل اوس چې په عدالت کې د عمران خان ضمانت کيږي او مونږ ته نوټس جاري کيږي نو مونږ به هڅه وکړو چې د عمران خان د ضمانت درخواست خارج شی او هغه به په هم دغه وخت کې له عدالت څخه ونيول شي.
هغه زیاته کړه چې عمران خان د سپکاوي خبرې وکړې او قاضي ته یې ګواښونه وکړل، اسلام اباد های کورټ هم د هغه ګواښونه جرم په رسمیت پیژندلو سره سوموټو اخیستی، اوس به د اسلام اباد های کورټ کار هم پیل کړي.
د کورنیو چارو وزیر وویل چې عمران خان به په هغه جېل کې ساتل کېږي چې هغه پکې پاتې کېدل غواړي، که د پنجاب جېل ته تلل غواړي نو هلته به ولېږل شي او یا به اسلام اباد سب جېل اعلان کړي.ده ووئيل چې په پنجاب كښې د پروېز الهي حكومت چې كوم سهولتونه عمران خان ته وركوي نو د عمران لپاره به په جيل كښې پاتې كېدل ګران وي۔
نور خبرونه
حکومت دې د صنعتي پرمختګ لپاره د لسو کالو پالیسي جوړه او اعلان کړي






