اسلام های کورټ عمران خان ته د عدالت د سپکاوي په کیس کښې شوکاز نوټس جاري کړې دې

0
187

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ د زنانه جج زيبا چوهدري ته د سپکاوي په مقدمه کې عمران خان ته د توهين عدالت کيس کې د شوکاز نوټس جاري کړی دی.

د ايډيشنل سيشن جج زيبا چوهدري ته د ګواښلو په تور د عمران خان په ضد د عدالت د توهين مقدمې اورېدنه لويه بنچ کوي.

د جسټس محسن اختر کیاني په مشرۍ بنچ کې جسټس ميا ګل حسن او جسټس بابر ستار هم شامل دي.
عدالت د رجسټرار په نوټس باندې د عدالت د سپکاوي مقدمې کاروائي شروع کړې ده په کومه کښې چې ايډوکيټ جنرل اسلام آباد جهانګير جدون عدالت ته وړاندې شو.

تيره ورځ د صلاح مشوري نه پس د هائي کورټ ټولو ججانو عمران خان ته د عدالت د سپکاوي نوټس جاري کولو باندې اتفاق کړے دے۔
دا خبره مهمه ده چې د اګست په ۲۰مه د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د شهباز ګل د تشدد په تور د آئي جي او ډي آئي جي اسلام آباد په ضد د مقدمې درج کولو اعلان کړے وو او د وينا په مهال عمران خان د زنانه مجسټرېټ زيبا چوهدري ته په اشاره ویلي وو چې دوی به هغه هم پرې نه ږدي او د زیبا چوهدري په ضد به هم مقدمه جمع کړي.
………………….
نور خبرونه

د نیولو له ډاره عمران خان د شپې په موټر سایکل تښتیدلې وو: د پی ایم ایل ن مشر انکشاف

Leave a reply