د عمران خان په دور حکومت کښې ۱۷۴ د پارلیمان غړي په اسمبلۍ کښې چوپ پاتې وو، یو منټ خبرې ی هم نه وې کړې

0
100

باغی ټي وي رپورټ
د پلډاټ په راپور کې راغلي چې د عمران خان په دوره کې د ملي اسمبلۍ د ۳۴۲ غړو ۱۷۴ غړي غلي او چوپ پاتې شوي او د یوې دقیقې لپاره یې هم خبرې نه دي کړي.

دغو غړو د قامي اسمبلۍ د کارروايۍ څخه مکمل لاتعلقي ښودلې ده چې پکې د پي ټي آئي 84، د مسلم ليګ (ن) 48 او د پيپلز پارټۍ 23 غړي شامل دي.

د رپورټ ترمخه د قامي اسمبلۍ د پنځلسمې دورې په څلورم کال کې په مقننه کاروائيو کې ۸ فيصده کمي ليدل شوې چې پکې د پي ټي ائي دورې په مهال بلاول بهټو، شهباز شريف او خواجه اصف تر ټولو زياتې خبرې کړي دي.
په راپور کې د اوسنۍ ملي شورا د څلور کلن کارکردګۍ مفصله کتنه وړاندې شوه، د ملي شورا د پنځلسمې دورې د څلورم پارلماني کال په پای کې، پلدات د کلیدي فعالیت شاخصونو (KPIs) پر بنسټ د ولسي جرګې د کړنو راپور خپور کړ.

پلدات په خپل تحلیلي تحلیل کې دا هم ویلي چې د ملي شورا د پنځلسمې دورې په څلورم کال کې په مقننه فعالیتونو کې ۸ سلنه کموالی راغلی او د ۲۰۲۲ کال د اپریل په ۹ مه د ولسي جرګې د غړو حاضري په اوسط ډول ۶۷ سلنه ثبت شوې وه.د قامي اسمبلۍ په څلورم کال کې عمران خان د اسمبلۍ یوازې یوه غونډه کې ګډون کړی وو.

نور خبرونه

وزیراعظم شهباز شریف د بریښنا په اړه د خلقو شکایتونو نوټس اخستې دې

زه دلته بني ګاله کښې ناست یم، که څوک مې نیسې رادې شي : عمران خا ن

د عمران خان په ضد د توشه خانه مقدمه، د پاکستان ټاکنو کمیشن عمران خان ته د ځواب وړاندې کولو لپاره یوه اونۍ وخت ورکړې دې

Leave a reply