زه دلته بني ګاله کښې ناست یم، که څوک مې نیسې رادې شي : عمران خا ن

باغی ټي وي رپورټ
پخواني وزيراعظم او د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان په بني ګاله کې د پارليماني پارټۍ په غونډه کې ويلي دي چې زه دلته ناست يم څوک چې غواړي ما ونیسي نو رادې شي.
د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان په مشرۍ کښې بني ګاله کښې د پارليماني پارټۍ غونډه کښې دننه کيسه مخې ته راغلې ده۔
دسرچينو له مخې پارليماني پارټۍ يو ځل بيا اسمبلۍ ته دراتگ کولو آپشن رد کړى اؤ وئيلي يې دي چې په هيڅ صورت به اسمبلۍ ته نۀ ورځي اؤ دنوؤ انتخاباتو پرته به هيڅ آپشن نۀ مني.
د نیول کیدو په اړه عمران خان ویلي زه دلته ناست یم څوک چې د خلکو نیول غواړي، دوی هیڅ نه شي خرابولی، دوی یوازې په خلکو کې ویره پیدا کول غواړي.
هغه وویل چې له حقیقي آزادۍ له غورځنګ څخه به کله هم روسته نه شي.
ياده دې وي چې تيره ورځ د پوليس افسرانو او يوې زنانه جج ته د ګواښ کولو مقدمه درج شوې وه چې پکښې عمران خان نن د حفاظتي ضمانت لپاره اسلام آباد هائي کورټ ته رجوع کړې وه۔
د لنډې اورېدنې وروستو د اسلام اباد هائي کورټ د پنجشنبې تر ورځې پورې ضمانت منظور کړو.
نور خبرونه
وزیراعظم شهباز شریف د بریښنا په اړه د خلقو شکایتونو نوټس اخستې دې
پرویز خټک د عمران خان بني ګاله څخه د وتلو په خبرونو غبرګون ښودلې دې






