د عمران خان په ضد د توشه خانه مقدمه، د پاکستان ټاکنو کمیشن عمران خان ته د ځواب وړاندې کولو لپاره یوه اونۍ وخت ورکړې دې

0
177

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان اليکشن کميشن (اي سي پي) پخواني وزيراعظم عمران خان ته د توشه خانې په اثاثو کې د خرڅې شوو ډالیو د اعلان نه کولو په اړه د نااهلي ريفرنس په اړه د ځواب وړاندې کولو لپاره يوه اوونۍ وخت ورکړی دی.

د چيف اليکشن کميشنر سکندر سلطان راجا په مشرۍ کې پينځه کسيزه بينچ د عمران خان په ضد د توشه خانې کيس کې د محسن رانجها د درخواست اورېدنه وکړه.

د عمران خان وکيل بيرسټر ګوهر وويل چې مونږ ته دې درې هفتې د ځواب داخلولو لپاره راکړل شي، مونږ ته د اکاؤنټ تفصيلات، د مقدمې اړوند اسناد په کار دي په داسې وخت کښې چې د وکيلانو دفترونه هم بند دي.
هغه وويل، چې د توشه خانې اړوند يوه بله دوسيه به سبا ته اورېدل کېږي، د توشه خانې دا قضيه دې هم له دې درخواست سره يو ځاى شي، د دې مقدمې د پرېکړې لپاره درې مياشتې وخت شته.

چيف اليکشن کمشنر وويل د اعلان شوې اثاثو ريکارډ دې جمع کړل شي.

د درخواست کونکي وکيل خالد اسحاق وويل درې هفتې ډيرې دي. اليکشن کميشن د عمران خان د وکيل لخوا د دريو هفتو مهلت غوښتنه رد کړې او جواب جمع کولو لپاره ئي يوه هفته مهلت ورکړے دے او د مقدمې اوريدنه ئي د اګست تر 29مې نيټې پورې ځنډولې ده۔
نور خبرونه

د عمران خان له لوري زیبا چوهدري ته ګواښ، اسلام آباد هایی کورټ د عمران خان په ضد د قانوني کاروایی کولو پریکړه کړې ده

Leave a reply