د عمران خان له لوري زیبا چوهدري ته ګواښ، اسلام آباد هایی کورټ د عمران خان په ضد د قانوني کاروایی کولو پریکړه کړې ده

0
112

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) چيرمين عمران خان د سيشن جج زيبا چوهدري ته د ورکړل شوي ګواښولو په اړه نوټس اخستې دې.
عدالت د رجسټرار نوټس باندې د دې معاملې نوټس اخيستې او د دې لپاره يو بنچ هم جوړ کړے شوے دے، د هائي کورټ ټولو ججانو د سلا مشورې نه پس عمران خان ته د عدالت د سپکاوي نوټس جاري کولو باندې اتفاق کړے دے۔
په دې لړ كښې به د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان ته ډېرزر د شوکاز نوټس جاري كولې شي۔

په لوي بنچ کې جسټس محسن اختر کياني، جسټس ميا ګل حسن اورنګزيب او جسټس بابر ستار شامل دي.

د اسلام آباد هائي کورټ لوئر بينچ به سبا د عمران خان خلاف د توهين عدالت کيس سماعت کوي۔

ياده دې وي چې د اګست په شلمه د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د شهباز ګل د تشدد په تور د آئي جي او ډي آئي جي اسلام آباد په ضد د مقدمې درج کولو اعلان کړے وو او د وينا په مهال عمران خان د زنانه مجسټرېټ زيبا چوهدري ته اشاره کړې وه او ګواښ ی ورته کړې وو چا چې د شهباز د ريمانډ امر ورکړې وو. عمران خان په خپله وینا کښې ویلي وو چې د اسلام آباد اى جي، ډي آئي جي مونږ به تاسو نه پريږدو، مونږ به ستاسو په ضد مقدمه درج کړو او مجسټريټ زيبا چوهدري ته ی هم په اشاره ویلي وو چې مونږ به تاسو هم نه پريږدو، مونږ به ستاسو په ضد هم مقدمه درج کړو.
نور خبرونه

شهباز ګل په بني ګاله کې د عمران خان د کور له لینډ لائن څخه ټي وي ته وینا کړې:پراسیکیوټر

پاکستان کښې ډالر د روپۍ په مقابله کښې بیا ۲ روپۍ ګران شوې دې

د عمران خان غلا نیول شوي ده، عمران خان په هیواد کښې ګډوډي خپرول غواړي: د اطلاعاتو وفاقي وزیرې بیان

Leave a reply