شهباز ګل په بني ګاله کې د عمران خان د کور له لینډ لائن څخه ټي وي ته وینا کړې:پراسیکیوټر

0
204

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د فوځ خلاف بغاوت ته د هڅولو په تور نيول شوي د تحريک انصاف د مشر شهباز ګل په اړه استغاثې په عدالت کې څرګنده کړې ده چې شهباز ګل په بني ګاله کې د عمران خان د کور له لين لاين څخه ټي وي ته بيان ورکړی و. یو پولیګرافیک ازموینه هم باید ترسره شي.
د څارنوالۍ په وينا، شهباز ګل د پلټنو پر مهال ويلي، چې د ده له موبايل څخه بيان ولوستل شو، د شهباز ګل نارمل ټېلېفون ریکور شوى، د سمارټ فون د اخيستو کار لا پاتې دى، د نيولو لپاره نورې پلټنې روانې دي.

د اسلام اباد هائي کورټ قائم مقام چيف جسټس جسټس عامر فاروق د شهباز ګل د نور جسماني ريمانډ په ضد د تحريک انصاف د مشر د درخواست اورېدنه وکړه۔
د اورېدنې په مهال د اسلام اباد اېډوکېټ جنرل جهانګير جدون وويل چې د پي ټي ائي چيئرمېن عمران خان د سېشن جج په ضد ګواښونکي بيان کړي، عدالت دې نوټس واخلي د کومو چې شعيب شاهين اېډوکېټ وويل د عمران خان په بيان د ترهګرۍ مقدمه درج شوې ده، قانون به خپله لاره غوره کړي.
د شهباز ګل وکيل سلمان صفدر وويل، په شهباز ګل باندې تر ټولو بد تشدد شوی، په شخصي برخو هم تشدد شوی دی.

د شهباز ګل وکيل په ميډيا کې د شهباز ګل د هسپتال د افشا شوي ويډيوګانو صداقت تائيد کړی او ويلي يې دي چې په ريمانډ کښې تشدد کول په پاکستان کې يو معمول دی، د شکنجه کولو، تشدد کولو اغېزې يوازې ۵-۶ ورځې وي، ۱۲ ورځې وروسته بيا لوی تشدد هم ښه کیږی ښه، اوس چې د هغه روغتیا ښه کیږي نو په داسې وخت کې ی ویډیوګانې لیک کړې.
نور خبرونه

پاکستان کښې ډالر د روپۍ په مقابله کښې بیا ۲ روپۍ ګران شوې دې

Leave a reply