د عمران خان غلا نیول شوي ده، عمران خان په هیواد کښې ګډوډي خپرول غواړي: د اطلاعاتو وفاقي وزیرې بیان

باغي ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وايي څوک چې نورو ته د قانون په اړه سبق ورکوي خو په خپله هغه له قانون نه تښتي، د عمران خان د ضمانت غوښتنه او د شهباز ګل خوشې کول نور څه دي خو قانون نه تیښته ده.
اسلام اباد کې دخبرو په مهال مريم اورنگزېب وويل دعمران خان مقصدی ګډوډی خپرول د او دمعيشت خرابول دي، دعمران خان جنازه پورته شوې ده.
وفاقي وزیرې اوویل چې د پاکستان د ټاکنو کمیشن هغه غيرملکي ايجنټ اعلان کړى دى.مريم اورنګزېب وويل چې عمران خان ونيول شو او غلا يې هم نیول شوې ده. هغې اوویل چې د هغه په ضد پینځه بیان حلفي نیول شوي دي.
مریم اورنګزیب اوویل چې کله چې پلټنې کوی نو دوی وايي چې نه راځي، هغې اوویل چې عمران خان ښځینه مجسټریټ ته وايي چې نه به ی پرېږدي ؟ نو په دې باندې ولې سو موټو ایکشن وا نه خستل شي.
نور خبرونه
زه دلته بني ګاله کښې ناست یم، که څوک مې نیسې رادې شي : عمران خا ن
پرویز خټک د عمران خان بني ګاله څخه د وتلو په خبرونو غبرګون ښودلې دې






