عمران خان د سلمان رشدی په اړه بیان د مغربي نړۍ د خوشحالولو لپاره کړې دې: په بلاګ کښې د خبریال انصار عباسي څرګندونې

0
76

باغي ټي وي رپورټ
د عمران خان ورکړل شوي بیان ډیر مایوسه کړم. هغه پر ملعون سلمان رشدي برید افسوسناک او وحشتناک وباله.
د هغه څه په لوستلو ډیر خواشینی شوم چې عمران خان د برتانوي ورځپاڼې ګارډین سره په مرکه کې وویل.

په خپل وضاحت کې عمران خان ویلي چې د هغه بیان د سیاق نه بهر خپور شوی دی. هغه په خپل وضاحت کې چې څه ویلي دي، هغه دا نه ردوي چې پر ملعون سلمان رشید ی برید غمجن او وحشتناک نه دی بللی.
دا خبرې او بیان د پاکستان یو وتلي خبریال او تحقیقی ژورنالسټ انصار عباسي په خپل بلاګ کښې لیکلي دي .
عمران خان دا مرکه د برتانیې په ګارډین ورځپاڼه کې خپره شوې ده. ورځپاڼې ته د عمران خان له لوري د کوم رد یا وضاحت د استولو خبر نه دی ورکړل شوی او نه هم په دې اړه کوم څه په ورځپاڼه کې خپاره شوي، خو برعکس د ورځپاڼې د استازي په وینا چې دوی د عمران خان په اړه څه خپاره کړي دي، دوی وایی چې دوی د عمران خان په خپور شوي بیان باندې ودریدلي دي.

د ورځپاڼې د استازي لخوا د بیان د خپرولو په اړه د عمران خان او تحریک انصاف ادعا هم رد شوه.
د عمران خان له خوا د سیالکوټ له پېښې سره په تورنو کسانو د برید پرتله کول هم سم نه دي ځکه چې د تورن سلمان رشدي توهین د کتاب په بڼه د نړۍ په مخ کې دی، په داسې حال کې چې د سیالکوټ پېښه کې داسې څه نه دي شوي، خو د عمران خان بیان د زیات شمیر مسلمانانو احساساتو ته صدمه رسولې ده.

د نبوت د ژغورنې نړیوالې شورای په خپله یوه بیانیه کې ویلي دي چې ملعون سلمان رشدي د نړۍ د مسلمانانو د احساساتو په پارولو مجرم دی. د تحفظ ختم نبوت مجلس هم ویلي دي چې عمران خان دا څرګندونې د لویدیځ یعني د مغربي هیوادونو د خوشالولو لپاره کړي دي.
نور خبرونه

د عمران خان د نیولو ګنګوسي روان دي، اسلام آباد کښې په بني ګاله کښې عمران خان نشته، سرچینې

د پخواني وزیراعظم په ضد مقدمه درج کولو پس د هغه د نیولو امکان زیات شوې

Leave a reply