د پخواني وزیراعظم په ضد مقدمه درج کولو پس د هغه د نیولو امکان زیات شوې

باغي ټي وي رپورټ
د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر ضد د مقدمې درج کیدو وروسته د نیول کیدو امکان څرګندونه شوې ده.
دسرچينو ترمخه په بني ګالا کې دعمران خان دکور څخه بهر دپوليسو اضافي ځواکونه ځاي په ځاي کړل شوي دي.
سرچينې وايي، د عمران خان کور ته غځېدلې لاره د ناڅرګندو کسانو لپاره تړل شوې او يوازې عمران خان ته نږدې کسانو او د سيمې اوسېدونکو ته د ننوتو اجازه ورکول کېږي.
دا خبره مهمه ده چې نن عمران خان په خپله وینا کښې ویلي وو چي تر هغه به په سړکونو راوتلي یو تر څو مو چي ملت حقيقي آزادي نه وي ترلاسه کړي، خان اوویل چې د پي ټي آئي د ماتولو منصوبه جوړه شوي ده او دوی ډار خوري چې عمران خان به یو ځل بیان په ټاکنو کښې بریالۍ شي.
د راولپنډۍ په لياقت باغ کې يوې جلسې ته په وينا کې د تحريک انصاف مشر عمران خان وويل، چې د پي ټي ايي د ماتولو لپاره پلان جوړ شوی دی، دوی غواړي د پاکستان تر ټولو ستر ګوند ړنګ شي او له هغې وروسته به ټاکنې وشي.






