د عمران خان د نیولو ګنګوسي روان دي، اسلام آباد کښې په بني ګاله کښې عمران خان نشته، سرچینې

0
168

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) مشر عمران خان د ترهگرۍ ضد قانون لاندې مقدمه کې د نيولو څخه بچ کیدلو لپاره له بني ګاله تللې دې.

دسرچينو ترمخه عمران خان د ممکنه گرفتارۍ نه بچ کيدو لپاره بني ګالا کې موجود نۀ دى او ددې ځای څخه تللې دې.

سرچينې وايي چې عمران خان ښايي د نيول کېدو د مخنيوي لپاره خيبر پښتونخوا يا لاهور ته تللى وي.

ياده دي وي چي د پخواني وزيراعظم عمران خان خلاف مقدمه کښي د ګرفتارۍ امکان رامخي ته شوي د پي ټي آئي مشر مراد سعيد وئيلي دي چي د پي ټي آئي چيرمين عمران خان د ګرفتارۍ امر جاري شوي دي۔

دسرچينو ترمخه په بني ګالا کې دعمران خان دکور څخه بهر دپوليسو اضافي ځواکونه ځاي په ځاي کړل شوي دي.

سرچينې وايي، د عمران خان کور ته غځېدلې لاره د ناڅرګندو کسانو لپاره تړل شوې او يوازې عمران خان ته نږدې کسانو او د سيمې اوسېدونکو ته د ننوتو اجازه ورکول کېږي.
ه موقع د پوليس او ايف سي اضافي اهلکار هم موجود دي او د پي ټي آئي کارکنان هم په همدي چوک کښي راټول شوي دي۔

بل لوري ته سينئر اينکر شهزاد اقبال وايي چې دکورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناءالله وئيلي دي چې هغه دعمران خان نيول غواړي او دپي ټي آئي سينئر مشر وئيلي دي چې آئي جي ته دعمران خان دنيولو امر دى.

هغه وويل راناثناالله وئيلي وؤ چې دکابينې تر منظورۍ وروستو به عمران خان بندي کوي خو تر دې مهاله دا نۀ ده په ډاګه شوې چې عمران خان به کله نيول کيږي.
نور خبرونه

د پخواني وزیراعظم په ضد مقدمه درج کولو پس د هغه د نیولو امکان زیات شوې

Leave a reply