پاکستان په نړیوال جونیر سکواش سیالیو کښې دریم مقام ترلاسه کړو

باغی ټي وي رپورټ
په فرانس کې ترسره شوې ورلډ جونیئر ټیم سکواش چیمپیئن شپ کې پاکستان دریم مقام خپلولو سره د برونز مډال ترلاسه کړو.

پرون په نيمه پايلوبه کې مصر ته له ماتې ورکولو وروسته پاکستانۍ سکواش لوبډلې د درېيم مقام لپاره له ماليزيا سره لوبه کړې وه.
خو د مالیزیا لوبډلې له پاکستان سره لوبه ونه کړه او په دې توګه پاکستان ته د درېیم مقام په لوبه کې بای ورکړل شو.

په رسینو کښې د نشر شوی یو راپور مطابق مالیزیا ولې لوبه ونه کړه؟ په دې اړه تر اوسه کوم معلومات نه دي په ډاګه شوي.
دا خبره د یادونې ده چې پرون په فرانسه کې د روان نړیوال جونیئر سکواش ټیم سیالیو په نیمه پایلوبه کې مصر پاکستان ته ماتې ورکړه.

مصر لوبډلې پاکستان ته په دوو لوبو ماتې ورکړه او فاینل ته یې لاره پیدا کړه. د پاکستان حنظله خان په لومړۍ لوبه کې ناکام شو.
نور زمان په دویمه لوبه کې مصري حریف ته ماتې ورکړه، خو په دریمه او پرېکنده لوبه کې د پاکستان اصحاب عرفان ماتې وخوړه.
نور خبرونه

وزیراعظم شهباز شریف په آزاد کشمیر کښې د پاک فوځ ځوانانو ته ورپیښې ترافیکي پیښه باندې د غم څرګندونه کړې ده

وزیراعظم شهباز شریف د پاکستان فوځ د سیلاب ځپلو سره د روانو مرستو او ددوی د ژغورنې په اړه د هڅو ستاینه کړې ده

پخواني وزیراعظم عمران خان په ضد د ترهګرۍ د مخنیوي ضد قانون ترلاندې په اسلام آباد کښې ایف آیی آر درج شوې دې

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网