وزیراعظم شهباز شریف په آزاد کشمیر کښې د پاک فوځ ځوانانو ته ورپیښې ترافیکي پیښه باندې د غم څرګندونه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د آزاد كشمير په باغ سيمه كښې د پوځ د ګاډي سره په شوې حادثه د افسوس څرګندونه كړې۔

دسرچينو ترمخه وزيراعظم شهباز شريف په يو بيان کې په دغه پيښه کې دشهيد شوي ٩ؤ غوځيانو دکورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده.

شهبازشريف وئيلي دي چې قوم شهيدانو زامنو ته سلام وړاندې کوي کومو چې د وطن د دفاع ستر فرض ادا کړي دي۔

وزيراعظم په دغه پېښه كښې د شهيدانو او د هغوي كورنيو لپاره د صبر او د ژوبل شويو ځوانانو د عاجلې روغتيا لپاره دعا وكړه۔
ياده دي وي چي په آزاد کشمير کښي د پاکستاني فوځ ګاډي سره حادثه شوي وه چي پکښي نهه فوځيان شهيدان او څلور ژوبل شوي وو۔

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) ویلي، ټپیان د درملنې لپاره سي ایم ایچ راولپنډۍ ته لېږدول شوي دي.

د آئي ايس پي آر ترمخه د شهيدانو جنازه په منګله کنټونمنټ کښې ادا کړې شوې ده، په جنازه کښې د کور کمانډر راولپنډۍ ليفټننټ جنرل ساحر شمشاد مرزا او یو شمیر نور فوځي چارواکو ګډون وکړو.
نور خبرونه

آزاد کشمیر کښې د پاکستان فوځ ګاړۍ چپه شوې، ۹ امنیتي کسان شهیدان شوي ،۴ ژوبل شوي دي