آزاد کشمیر کښې د پاکستان فوځ ګاړۍ چپه شوې، ۹ امنیتي کسان شهیدان شوي ،۴ ژوبل شوي دي

0
62

باغی ټي وي رپورټ
په آزاد کشمیر کښې د پاکستان د فوځ د ګاډی د چپه کیدو له وجې نهه عسکر مړه او څلور ژوبل شوی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) ویلي، د آزاد کشمیر په باغ سیمه کې د پاکستان د پوځ د یوه ګاډي سره ټکر شوی چې له امله یې نهه سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د آئي ايس پي آر ترمخه ژوبل کسان د علاج لپاره سي ايم ايچ راولپنډۍ ته منتقل کړے شوي دي۔

د آئي ايس پي آر ترمخه د شهيدانو جنازه په منګله کنټونمنټ کښې ادا کړې شوې ده، په جنازه کښې د کور کمانډر راولپنډۍ ليفټننټ جنرل ساحر شمشاد مرزا او پوځي چارواکو ګډون کړی وو.
د آئي ايس پي آر له مخې د شهيدانو جسدونه به د جنازې لپاره خپلو سيمو ته رسولې شي او د شهيدانو جنازه به پوره فوځي اعزاز سره ادا كولې شي۔

Leave a reply