وزیراعظم شهباز شریف د پاکستان فوځ د سیلاب ځپلو سره د روانو مرستو او ددوی د ژغورنې په اړه د هڅو ستاینه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د فوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره په ټيلي فون خبرې وكړې او د سېلاب ځپلو د ژغورنې او مرستې لپاره ی د پاك فوځ د مرستې او جذبې ستائنه وكړه۔

آرمي چيف وزيراعظم ته وئيلي دي چې بلوچستان کښي ی د امدادي چارو په اړه کمانډر سدرن کمانډ ته ځانګړې لارښوونه کړې ده.
وزيراعظم په سندهـ صوبه کې د مواصلاتي لارو او پلونو تباهۍ له امله د هيلي کاپټرو د رسولو هدايات کړي دي.

د چورلکو کارول به د ژغورنې او مرستې رسولو په برخه کې د ستونزو په لرې کولو کې مرسته وکړي.وزيراعظم د بېنظير انکم سپورټ ادارې ته هم لارښوونه کړې ده چې د سندهه سېلاب ځپلو سره دې په بیړني توګه د نغدو پیسو مرسته وکړي .

د پاکستان فوځ سرلښکر په سندهه کښې امدادي چارو کښې د پاکستان فوځ د هیواد نور اړوند ادارو سره د بشپړه ملاتړ او د همکارۍ خبر هم ورکړو. وزيراعظم د اين ډي ايم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرل اختر نواز سره هم ټيلي فوني خبرې وكړې.
نور خبرونه

وزیراعظم شهباز شریف په آزاد کشمیر کښې د پاک فوځ ځوانانو ته ورپیښې ترافیکي پیښه باندې د غم څرګندونه کړې ده

آزاد کشمیر کښې د پاکستان فوځ ګاړۍ چپه شوې، ۹ امنیتي کسان شهیدان شوي ،۴ ژوبل شوي دي