عمران خان په پاکستان کښې خلک تشدد، لاقانونیت، بغاوت او فساد ته هڅوي، عمران خان په پاکستان کښې کورنې جهګړا غواړي: مریم اورنګزیب

0
52

باغي ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب وايي، عدليې ته بايد اوس معلومه شي چې سسلین مافيا څه ده.

هغې ووئيل خارجي ایجنټ عمران خان د پاكستان او قامي سلامتيا لپاره یو لوی ګواښ ګرځېدلې دې۔
مريم اورنګزېب وويل عمران نيازي قومي ادارې او رياستي رټ ننګوي، عمران نيازي خلک تشدد، لاقانونيت، بغاوت او فساد ته هڅوي.
د اطلاعاتو وزیرې اوویل او زیاته ی کړه چې عمران خان هېواد کې کورنۍ جګړه غواړي.

بل خوا خپل يو بيان کښې خواجه سعد رفيق وئيلي دي چې عمران خان ځان د احتساب او قانون نه پورته ګڼي، جج ته په ښکاره ګواښونو باندې عدالتي کاروائي لازمي ده۔
دا خبره د یادونې ده چې نن د پاکستان د اليکټرانک ميډيا تنظيمي ادارې (پيمرا) د تحريک انصاف د مشر عمران خان د وينا په ژوندۍ خپرونه بنديز لګولی دی.

د پيمرا لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شوي دي چې عمران خان په مسلسله توګه د ادارو په ضد بې بنياده تورونه لګوي او په خپلو ويناو کښې نفرت خوروي، عمران خان په مسلسله توګه په خپلو ويناو کښې د ادارو او افسرانو خلاف اشتعال خپروی او خلک هم اشتعال ته راپاروي.
نورخبرونه

یو وړوکي تن ته چې کومه لویه څوکۍ په لاس راشي نو د هغه فطرت او اوقات نه بدلیږی: د دفاع وزیر

وزیراعظم شهباز شریف د بریښنا مالیه په مد کښې د فکسډ بل په جمع کولو بندیز اعلان کړې دې

Leave a reply