یو وړوکي تن ته چې کومه لویه څوکۍ په لاس راشي نو د هغه فطرت او اوقات نه بدلیږی: د دفاع وزیر

0
63

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان دفاع وزیر او د مسلم لیګ (ن) مشر خواجه اصف د تحریک انصاف په مشر عمران خان سختې نیوکې کړې دي.

خواجه اصف ویلي که یو وړوکی تن یو لوی مقام ترلاسه کړي د هغه وخت نه بدلیږي، هغه سرکاري افسرانو او تر دې پورې چې هغه سره چې چا هم نیکي او ښیګړه کړې ، هغوی ټولو ته بد رد وايي.

بل خوا د پي ډي ايم وياند حافظ حمدالله د عمران خان د نيولو غوښتنه کړې ده.
ده ووئيل چې پيمرا دې د عمران خان خلاف د بغض او نفرت خورولو په ضد كاروائي وكړي، ټي وي ته دې د خارجي ايجنټانو او سياسي ترهګرو ښودل بند كړې شي۔

ياده دې وي چې د پاکستان اليکټرانک ميډيا ريګوليټري اتھارټي (پيمرا) د تحريک انصاف د مشر عمران خان د پته په مستقيمه توګه ښودلو بنديز لګولى دى.

د پيمرا لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شوي دي چې عمران خان په مسلسله توګه د ادارو په ضد بې بنياده تورونه لګوي او په خپلو ويناو کښې نفرت خوروي، عمران خان په مسلسله توګه په خپلو ويناو کښې د ادارو او افسرانو خلاف په خلکو کښې نفرت او اشتعال راپیدا کوي. 4
نور خبرونه

وزیراعظم شهباز شریف د بریښنا مالیه په مد کښې د فکسډ بل په جمع کولو بندیز اعلان کړې دې

د افغانستان بانک خپله نوې نماینده ګي د پاسپورټ ریاست پۀ دننه کې فعاله کړه 

Leave a reply