شمالي وزیرستان کښې امنیتي ځواکونو د ترهګرو په ضد کاروایی کړې، ترهګر ی وژلي دي

0
134

باغی ټي وي رپورټ
دشمالي وزيرستان ميرعلي سيمه کښي سکيورټي فورسز په خفيه اطلاع باندي کاروائي کښې حکومتي امنیتي ادارو ته مطلوب جنګيالي حبيب پشمول دوه ترهګر وژلي دي۔
د پاکستان د فوځ د رسنیو څانګې (ISPR) د ویاند له قوله، د وژل شویو ترهګرو تعلق د حافظ ګل بهادر ډلې سره دی او له دوی څخه مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د آئي ايس پي آر ترمخه وژل شوي ترهګر د سکيورټي فورسز په ضد په ترهګرئ کارروائيو کښې لاس درلود، دغه ترهګر د آئي اي ډيز په تيارولو او د بې ګناه خلقو په وژلو کښې فعال وو په داسې حال کښې چې وژل شوي ترهګر خبيب په ميرعلي کښې د امنيتي ځواکونو په کاروان ځانمرګی برید کې هم لاس درلود.
دوی په یو شمیر نورو ترهګریز بریدونو او لاسي بمونو جوړولو او په بریدونو کشې ککړ وو.

نور خبرونه

د پيښور بي آر ټي(زو پیښور) ۱۹ نور نوي بسونه پیښور ته رارسیدلي دي چې ډیر زر به ددې خدمت برخه شی

د خیبر پښتونخوا ټیبل ټینس یو ځوان او چمتو لوبغاړې امم خواجه په نړیوالو سیالیو کښې د پاکستان نمایندګي کوي

Leave a reply