د پيښور بي آر ټي(زو پیښور) ۱۹ نور نوي بسونه پیښور ته رارسیدلي دي چې ډیر زر به ددې خدمت برخه شی

باغی ټي وي رپورټ
د زو پيښور، بي آرټي پیښور نوي بسونه پيښور ته رسيدلي دي، پيښور ته په رسيدو سره به 19 نوي بسونه په روټ باندي د مسافرو د رسولو خدمتونه پیل کړي او د نويو بسونو په اضافه کولو سره به ډير زر نوي روټونه هم فعاله شي۔
د پيښور بس ريپډ ټرانزټ انتظاميي ترمخه په سيسټم کښي 62 نوي بسونه شامليږي چې دې سره به د پیښور اوسیدونکو، عام خلکو او سرکاري اهلکار ته یو ارزان او د سهولتونو څخه ډک د سفر کولو سهولت او اسانتیاوې په لاس راشي.
پېښور ته د نویو بسونو راتګ په کراچۍ کې د ګمرک له پاکولو وروسته پیل شوی، په داسې حال کې چې د پاتې بسونو راتګ دوام لري. د نویو بسونو په سیستم کې شاملیدو سره به مسافرو ته د تګ راتګ غوره اسانتیاوې برابرې شي او نوي روټونه به هم فعاله شي، تر اوسه ۱۹ بسونه پېښور ته رسېدلي او ډېر زر به نور بسونه هم پېښور ته ورسېږي چې وروسته به پر لارو فعاله شي.
………………………






