په شهباز ګل د تشدد تورونه ، پولیسو پلټنې پیل کړي دي

0
75

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان تحریک انصاف مشر شهباز ګل پرضد د تشدد د تورونو په اړه پولیس تحقیقات پیل کړی دی.

دسرچينو ترمخه اسلام اباد کې دډي آئي جي هيډکوارټرز په مشرۍ کې يوه مهمه غونډه شوې چې پکې دپوليسو لوړپوړو چارواکو پشمول پلټنيز ټيم برخه اخستې ده.
سرچينې وائي چې د شهباز ګل خوراک به هم په مکمله توګه څارل کيږي او بل لوري ته پوليسو د شکنجې په تور د هغه بيانونه هم ريکارډ کول پيل کړي دي. پولیس د شهباز ګل کیس په اړه د ډاکټرانو بیانونه هم اخیستي دي.

دسرچينو له مخې اسلام اباد دتشدد په اړه دپلټنو څارنه کوي.ياده دي وي چي اسلام آباد هائي کورټ آئي جي ته د تشدد په اړه انکوائري رپورټ جمع کولو حکم کړے دے۔

ياده دي وي چي تيره ورځ د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان وئيلي وو چي په عکسونو او ويډيوګانو کښي واضحه ده چي شهباز ګيل په ذهني او جسماني توګه تشدد کړے شوے دے۔

عمران خان په خپل ټويټ کې دعوه کړې وه چې د شهباز ګل سر په کړي تشدد کې جنسي تيري هم شامل دي، عمران خان ویلي وو چې شهباز ګل سره د هغه د ماتولو لپاره توهين شوې او په هغه ډیر زیات تشدد شوې او زه پوره تفصيلي معلومات لرم، خوبل اړخ ته اړوند چارواکی دا تورونه ردوی، وفاقی وزیر داخله هم په شهباز ګل د تشدد تورنه رد کړي دي او ویلي ی دي چې عمران خان د پخوا په شان درواغ وایی.
نور خبرونه

عمران خان د پخوا په شان دروغ وایی، په شهباز ګل نه تشدد شوې او نه جنسي تیرې، د داخله چارو وفاقي وزیر

عمران خان ته اجازه ور نه کړې شو چې په پمز روغتون کښې شهباز ګل د پوښتنې لپاره ورشي

Leave a reply