آیی ایم ایف غونډه په ۲۹ اګست ترسره کیږي، که د پور منظوري ورکړي نو پاکستان ته به ۱.۱۷ ملیارده ډالر پور ورکړي
باغی ټي وي رپورټ
د پیسو نړیوال صندوق (IMF) اجرایوي بورډ به د اګست په 29 غونډه وکړي.
د آئي اېم اېف نمائنده ترمخه د بورډ غونډه کښې به د پاکستان لپاره د اېم اېف لاندې په اوومه او اتمه جائزه غور کوې۔
سرچينې وائي چې د ائي ايم ايف ايګزيکټيو بورډ دپاکستان سره دعملياتو په کچه دتړون منظوري ورکوي اؤ که منظوره شي نو پاکستان ته به 1.17 اربه ډالر په فوري توګه جاري کړل شي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې پاکستان د پيسو نړيوال صندوق (IMF) ته يو ليک استولى وو.
دا خبره مهمه او د یادونې وړه ده چې نن د پاکستان سټاک ایکسچینج کښې ډیر مثبت کاروبار شوې او کاروبار د 100 انډیکس 240 پوائنټونو ته لوړ شو.
د پاکستان سټاک ایکسچینج کې د کاروبار بندېدو په مهال ۱۰۰ انډیکس ۴۳ زره ۶۷۶ پوائنټونه ولاړ وو.
د پرله پسې دریمې ورځې لپاره په بازار کې د 50 ملیون څخه ډیر ونډې پلورل شوي. نن د 11 اربه روپو په مجموعي توګه د 60 کروړه حصص تجارت وشو.
د بازار سرمايه 15 اربه 7 زره 269 اربه روپو ته لوړه شوه.
نور خبرونه