د ټاکنو کمیشن ضلعي کمشر وایی چې عمران خان د اثاثو په اړه د اعتراضونو وړ ځوابونه نه دي ورکړي نو ځکه ی د نامزدګۍ کاغذونه رد شوي دي

0
128

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي ائي مشر فرخ حبيب وايي د عمران خان له ٩ حلقو نه ورته د نامزدګۍ کاغذونه جمع شوي دي.

ده ووئيل د 8 حلقو نه کاغذونه منظور شوي، آر او فېصل آباد بغير د جواز کاغذونه مسترد كړې نو هغه به پرېكړه چيلنج كوي۔
فرخ حبيب زياته کړه چې آر او عمران خان پخوا په شخصي توګه احضار کړی و، د اتو حلقو کاغذونه رد نه شول.

ياده دي وي چي د قومي اسمبلۍ حلقه اين اے 108 نه د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان د نامزدګي کاغذونه مسترد کړے شوي دي۔

د ضلعې الیکشن کمشنر وینا ده چې عمران خان د اثاثو په اړه اعتراضونو ته د اطمینان وړ ځواب نه دی ورکړی چې له امله یې د هغه د نامزدګۍ کاغذونه رد کړل شوي دي.

ياده دي وي چي اليکشن کميشن د پي ټي آئي غړو د استعفي نه پس خالي شوي د قامي اسمبلۍ په 9 سيټونو د ضمني انتخاباتو شيډول جاري کړي دي چي پکښي به د ستمبر په 25مه نيټه انتخابات کيږي۔

عمران خان د مردان، چارسدې، پيښور، کرم، فیصل آباد، ننکانه، ملیر، کورنګي او کراچۍ جنوبي سیمو نه هم په یو وخت کې د ځان کاندیدولو اعلان کړی وو، خو اوس فیصل اباد کې د هغه د نامزدګۍ کاغذونه رد شوي دي، خو د پاتې نورو په 8 کې د هغه کاغذونه منظور شوي دي.

نور خبرونه

د افغانستان په پایه تخت کابل کښې په یو جومات کښې چاودنه شوې

Leave a reply