د پاکستان تحقیقاتي ادارو د پی ټي آیی د فارن فنډنګ کیس د پلټنو لړۍ بهر هیوادونو ته د غځولو پریکړه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
تحقيقاتي ادارو د پي ټي آئي بهرنۍ فنډنګ کيس کښې د تحقيقاتو دائره بهر ملکونو ته غځولو فيصله کړي ده۔
د ايف آئي اے زرائعو ترمخه د پي ټي آئي فارن فنډنګ کيس به اوس بهر بهر تحقيقات کولے شي کومو ملکونو نه چي فنډونه راغلي په شمول د امريکې او برطانيې په اړه به هم تحقيقات کيږي۔
سرچينې زياته کړې، چې FIA به د بهرنيو هېوادونو له پلټونکو ادارو هم مرسته اخلي او د يادو هېوادونو د شرکتونو او شخصيتونو معلومات به ترلاسه کوي.
دسرچينو له مخې دبرطانيې دملگرو ملتونو دکرائم ادارې اؤ امريکائي ادارې ايف بي ائي په گډون دنورو ادارو څخه به دبهرنيو مالي مرستو دوسيې په پلټنو کې مرسته اخستل کيږي.
د FIA سرچینو ویلي چې تحقیقات لاهم د ریکارډونو او حسابونو راټولولو په مرحله کې دي پداسې حال کې چې دویمه مرحله به د معلوماتو راټولول وي.
دا خبره مهمه ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د ټاکنو کمیشن د پریکړې مطابق په پاکستان تحریک انصاف ګوند د فارن فنډنګ کیس ثابت شوې دې، پی تي آیی څو داسې نامعلومه بینک اکاونټس هم مخې ته راغلې وو چې نامعلومه وو او داپیسې د خیراتي ادارو څخه اخستل شوې وو او په پاکستان په سیاسي هلو ځلو مصرف شوې وې، د پاکستان د ټاکنو کمیشن د قانون ترلاندې هیڅ کوم ګوند د بهر هیواد څخه فنډنګ نه شي اخستې او دا ددې قانون څخه سرغړونه ده.
نور خبرونه
د ن لیګ سناتور عرفان صدیقي د پیټرولیم نرخ د زیاتولو په اړه اپوزیشن د دریځ ملاتړ کړې دې
عمران خان د پاکستان اثاثه ده، په شهباز ګل دې د جسماني تشدد عدالتي پلټنې وشي: د فواد چوهدري غوښتنه






