عمران خان د پاکستان اثاثه ده، په شهباز ګل دې د جسماني تشدد عدالتي پلټنې وشي: د فواد چوهدري غوښتنه

0
169

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري د شهباز ګل د جسماني د تشدد کولو په اړه د عدالتي تحقيقاتو غوښتنه کړې ده.

اسلام آباد کښې د عدالت نه بهر ميډيا سره خبرو کښې فواد چوهدري اوويل چې د شهبازګل په جسماني ريمانډ کښې درې ګهنټې اوږده دلائل ورکړل شوي دي هيله ده چې عدالت به شهبازګل نور د تشدد لپاره پوليس ته نه سپاري.
هغه اوویل چې ججان د انساني حقونو د حفاظت لپاره دي.
ده ووئيل چې عمران خان د پاكستان اثاثه ده، د هغه په غږ ټول هېواد كښې خلق راغونډېږي، د تحريك انصاف مشرانو ته په اډياله جېل كښې د شهبازګل سره ملاقات كولو نه منع كړې شو٬ شهبازګل چې د تر ټولو لوې ګوند مشر چیف آف سټاف وو نو هغه هم ونیول شو.
فواد چوهدري اوویل چې په شهباز ګل تشدد شوې دې او ددې کیس دې عدالتي پلټنې وشي.ديوې پوښتنې په ځواب کې فواد چوهدري وويل دحسن نواز په ځاي دشهزاد اکبر نوم اي سي ايل کې اچول شوى دى.

پخواني وزير وويل چې پي ټي آئي د سوشل ميډيا کمپاين سره تړل یو غلط کار دی.

نور خبرونه

د پاکستان فوځ سرلښکر یو اې اي ته تللې، له یو اې اي صدر سره ی لیدنه کړې ده

پاکستان کښې مقرر د چین قونصل جنرل وایی چې د پاکستان پرتله دې سري لنکا سره و نه شي

Leave a reply