پاکستان کښې مقرر د چین قونصل جنرل وایی چې د پاکستان پرتله دې سري لنکا سره و نه شي

باغی ټي وي رپورټ
په پاکستان کې تعینات د چین قونصل جنرل د پاکستان د اقتصاد په اړه یو بیان جاري کړی دی.
د چين د قونصل جنرل لي بيجيان لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې سي پېك د پاکستان اقتصاد او تجارت بندوی نه بلكې د پاكستان معيشت به قوي کړي.
د چین قونصل جنرل وویل د پاکستان اقتصاد د سري لنکا د حالاتو سره پرتله کول درست نه دي، چین پاکستان ته ارزانه قرضې ورکوي او پاکستان ته د چین پورونه د مجموعي پورونو په پرتله ډیر کم دي.
دا خبره مهمه ده چې د اتحادي حکومت وزیرانو هم څو ورځې وړاندې داسې بیانونه خپاره کړي وو چې د پاکستان معیشت پرتله دې سری لنکا سره و نه کړې شی ، په بیان کښې ویل شوي وو چې د پاکستان اقتصادي د اتحادی حکومت د پریکړه له امله په قوي کیدو روان دې او د پاکستان معیشت ته کوم ګواښ نشته.
نور خبرونه
نواز شریف ولې د ن لیګ غونډې څخه اووت، نواز شریف په ملک کښې د تیلو نرخ زیاتولو مخالفت کولو





