نواز شریف ولې د ن لیګ غونډې څخه اووت، نواز شریف په ملک کښې د تیلو نرخ زیاتولو مخالفت کولو

باغی ټي وي رپورټ
تيره شپه د شهباز شريف د حکومت لخوا د اقتصادي چارو د سمبالولو په سر د لندن ليګ او اسلام آباد ليګ ترمينځ غير معمولي شخړه رامينځته شوه چې له وجې ميا نواز شريف د پارټي اجلاس نه بهر شو۔ نوموړي له لندن څخه د ويډيويي لينک له لارې په دې غونډه کې ګډون وکړ.
د نون ليګ سرچينې وايي د پټروليم مصنوعاتو د نرخونو په اړه خبرې اترې روانې دي او ميا نواز شريف او اسحاق ډار د نرخونو د زياتولو په ضد دي. مفتاح اسماعيل او شاهد عباسي وئيلي دي چې د ملک اقتصادي صورتحال ډير کړکيچن دے او معاملات په غور سره انتظام کول پکار دي۔
د وتلي صحافی انصار عباسي د راپور مطابق اسلام اباد کښې د یو لیګ مشر ویلي، د اقتصادي پرېکړو په اړه باید د لندن د نون لیګ له خوا پر حکومت فشار راوړل نه شي، څو له IMF سره تړون زیانمن نه شي. په لندن کې نون لیګ شکایت وکړ چې حکومت له IMF سره ښه معامله کولی شي، خو هغه وخت ورته مشوره ورکړل شوه چې یا تاسو پاکستان ته راشئ او یا به اسلام اباد ته اجازه ورکړئ چې خپلې پریکړې وکړي.
دې ته اشاره وشوه چې د نفتي توکو د نرخونو د بیا کتنې واضح میکانیزم شتون لري او حکومت په دې اړه هیڅ کار نه لري او په دې میکانیزم کې لاسوهنه به له جدي ستونزو سره مخ شي. له دې خبرو وروسته نواز شریف له غونډې ووت او ویې ویل چې د حکومت په داسې ډول پرېکړه کې برخه نه شي اخیستلی.
نوموړې په راپور کښې وایی چې دا ډول بحث تر دې مخکې ډېر کم لیدل شوی دی. د یوې سرچینې په وینا په لندن کې له نون لیګ سره په خبرو کې کومه ژبه کارول شوې وه چې له همدې امله نواز شریف په غوسه شو. په زړه پورې خبره دا ده چې مريم نواز تيره شپه په خپل ټويټ کې په ښکاره وويل چې ميا نواز شريف د پټروليم مصنوعاتو د نرخونو د زياتولو د حکومت د پرېکړې سخت مخالفت کړی دی.
نور خبرونه
فیصل اباد: له واده نه انکار پر نجلۍ جنسي تېری؛ د تاوتریخوالي له خبر وروسته پولیسو مجرمین نیولي
د پخواني وزیراعظم عمران خان مرستیال شهزاد اکبر نامه په ایګزټ کنټرول لسټ کښې اچول شوې ده






